Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د څه باندې ۱۰۰ ښوونځيو شوراګانو غړیو ته روزنه ورکول کېږي.
۴ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د څه باندې ۱۰۰ ښوونځيو شوراګانو غړیو ته روزنه ورکول کېږي.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت له خوا د پوهنې یوې مرستندویې موسسې  له لوري‌ د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د شته ۱۱۶ ښوونځيو شوراګانو غړیو ته روزنه ورکړل کېږي.

د لوګر پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاه پور عرب دخبر زینت راډیو ته وویل، دا روزنه له پوهنې وزارت سره په همغږۍ سر له نن (شنبه، کب ۴مه) پيل شوه چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د ښوونځیو شوراګانو غړي چې دیني عالمان او قومي مشران دي، د پوهنې بهیر په ملاتړ، د پوهنې له بهير سره د خلکو د مرستو او همکاريو د راجلبولو، د ماشومانو د حقونو پېژندنې او خوندي کولو او هم د ښوونځیو شوراګانو غړو د دندو او مسوولیتونو روزنه ویني.


پوهنې ریاست ویاند زیاته کړه، د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم او ولسوالیو سلګونه ښځينه او نارینه ښوونکو ته هم د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه ورکړل شول او په نوي کال کې به په ښوونځیو کې د ښوونکو تدریسي ستونزې هوارې وي.

مطالب

لوګر کې د څه باندې
۱۰۰ ښوونځيو شوراګانو غړیو
ته روزنه ورکول کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ