Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

انس: لوګر کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۵ تنه ټپیان شوي.
۸ دلو ۱۴۰۳

انس: لوګر کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۵ تنه ټپیان شوي.

د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۵ تنه ټپیان شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمد الله انس زینت راډیو ته وویل چې یاده پیښه، د لوګر مرکز اړوند تېرې سیمه کې د یو عراده ټوډي او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې ۳ تنه نارینه او ۲ ښځې ټپیانې شوي دي.

ښاغلي انس ویلي، د پېښې ټپیان د پکتیا ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لوګر امنیه قومانداني ویلي، د ټرافیکو مدیریت د حادثاتو برسي ټیم د پېښې ځای ته پر وخت رسېدنه کړې او وسایط یې د ټرافیکو مدیریت ته انتقال کړي دي.

مطالب

د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ
د یوې ټرافیکې پېښې

دا خبر نورو سره شریک کړئ