Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ پرون د تورخم له لارې ۲۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي.
۴ ثور ۱۴۰۴

پاکستان؛ پرون د تورخم له لارې ۲۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

د پاکستان د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د تورخم له لارې ۲۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. 

د یاد وزارت له‌خوا په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې له دې ډلې ۷۲۷ کډوالو د اې سي سي کارتونه لرل او ۱۵۷۱ تنه کډوال بیا بې اسناده وو. 

یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې په ټولیزه توګه ۲۷۷۲۸ د اې سي سي کارت لرونکي او ۱۸۵۱۶ بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. 

سرچینې زیاته کړې، چې د شمېرو له مخې، یوازې له پېښوره په ټولیزه توګه ۴۶۲۴۴ کډوال او له پنجاب څخه بیا تر ۱۱ زرو ډېر کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

مطالب

پاکستان
پرون د تورخم له لارې
۲۲۹۸ کډوال
افغانستان ته ستانه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ