Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اسراییل پوځ: یمن کې مو د حوثیانو پر اهدافو بریدونه کړي.
۱۶ سرطان ۱۴۰۴

د اسراییل پوځ: یمن کې مو د حوثیانو پر اهدافو بریدونه کړي.



د اسراییل دفاع وزارت وايي چې تېره شپه یې ۲۰ جنګي جېټ الوتکو یمن کې د حوثي وسله‌والو پر اهدافو بریدونه کړي.

اسراییلي رسنیو نن (دوشنبه، سرطان ۱۶) راپور کړی چې په نښه شویو هدفونو کې د حدیده، راس عیسی او الصلیف بندرونه او د راس خطیب د برښنا سټیشن شامل دی چې له ۵۰ زیات بمونه یې پرې غورځولي.

تراوسه دغو بریدونو کې د اوښتي ځاني او مالي زیان په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

ویل کیږي چې دغه درې بندرونه او د برېښنا سټېشن د حوثیانو اړوند دي.

یمن کې د حوثي وسله‌والو پر اهدافو د اسراییلي پوځ عملیات وروسته له هغې دي چې حوثیان د غزې په ملاتړ وخت ناوخته پر اسراییل توغنديز بریدونه کوي.

حوثي وسله‌والو تېره ورځ یکشنبه او نن دوشنبه پر پرلپسې توګه پر اسراییل بالستیک توغندي توغولي دي.

که څه هم د دغو توغندیزو بریدونو زیانونو په اړه مالومات نشته، خو د اسراییل دفاع وزارت ویلي چې توغول شوي بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي.

مطالب

د اسراییل پوځ
یمن کې مو د حوثیانو
پر اهدافو بریدونه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ