Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات کې سږ کال د زعفرانو په کرکېله کې زیاتوالی راغلی.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

هرات کې سږ کال د زعفرانو په کرکېله کې زیاتوالی راغلی.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو کښتونه زیات شوي دي.

 د مسوولینو په خبره، د زعفرانو لوړو بیو او صادراتو ته په پام، د دغه بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.

 د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو پربنسټ په کورنیو بازارونو کې د یو کیلو زعفرانو بیه تر سل زره افغانیو رسیږي او د تېر کال په پرتله یې بیې هم لوړې شوې دي. 

په هرات کې د زعفرانو صادرونکو شرکتونو د مسوولینو په خبره، نړۍ‌والو بازارونو کې د هېواد زعفرانو ته لېوالتیا زیاته شوې ده. دغه راز د زعفرانو په پروسس شرکتونو کې هم سلګونه ښځو ته اوږدمهالي کاري فرصتونه برابر شوي دي. 

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د مالوماتو لمخې سږ کال دغه ولایت کې پر لس زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.

مطالب

هرات کې سږ کال
د زعفرانو په کرکېله کې
زیاتوالی راغلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ