Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوېل ختیځ زون کې سبا د پوليو ضدواکسين کمپاين پیلېږي.
۴ جوزا ۱۴۰۴

سوېل ختیځ زون کې سبا د پوليو ضدواکسين کمپاين پیلېږي.



د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د سوېل ختيځ زون په څلورو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، غزني او خوست کې به ۱،۳ ميليونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين ورکړل شي.

د ياد کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې  پکتيا کې به ۲۵۸ زره ماشومان واکسين شي.

هغه دغه راز وويل چې ياد کمپاين به جوماتونو او يا هم د کليو په مشخصو هجرو کې ترسره کېږي.

د ياد پرګرام پرانېستې مراسمو کې د پوليو عمومي مسول ډاکټر شمشېرخان وويل چې د پکتيا په ګډون په ټولو ولايتونو کې د پوليو ويروس خطرات موجود دي.

هغه وويل چې د پوليو ويروس په ګاونډي، پاکستان کې زيات دی او له همدې امله سرحدي ولايتونو کې د پوليو خطرات ډېر وي.

د نوموړي په وینا، د پکتيا سوېل ختيځ زون د ولايتونو له مختلفو سيمو د اوبو سمپل اخيستی چې پایلې یې ښي، دغه ولایتونو کې د پوليو ويروس نښې شتون لري. پکتيا اوسېدونکي هم د پوليو واکسين کمپاين پيل ته خوښي څرګندوي.

د پکتيا اوسېدونکي قاري ايوب صابر رسنیو ته وويل چې د عامې روغتيا رياست او اړوند ادارې دې د پاکستان څخه راتلوونکو کوچيانو او همداشان لرې سيمو ته خپل ځانګړي ټيمونه د پوليو واکسين تطبيق لپاره واستوي.

هغه همداراز‌ له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د پوليو خطرناک ويروس څخه د خپلو ماشومانو ژغورنې لپاره دې د پوليو واکسين ورته تطبيق کړي.

مطالب

سوېل ختیځ زون کې سبا
د پوليو ضدواکسين کمپاين پیلېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ