Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونیسف د لوګر د پوهنې له ریاست سره د درسي توکو مرسته وکړه.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

یونیسف د لوګر د پوهنې له ریاست سره د درسي توکو مرسته وکړه.

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له دغه ریاست سره د شاوخوا ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي کتابونو او توکو مرسته وکړه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب  زینت راډیو  ته وویل چې د یونیسف په دې مرسته کې د لومړي ټولګيو لپاره په پښتو او دري ژبو ۱۱۸۶۹۸ کتابونه، ۲۵۸ بستې اداري توکي، ۲۰۰۳ بستې تدریسي، ۲۵۶۵ بستې درسي توکي او ۱۰۹ بستې مارکرونه او رنګونه شامل دي.

هغه زیاته کړه چې دغه توکي به د ټاکل شوې سهمیې له مخې د ۲۸۸ ښوونځیو پر ۲۰۰۳ ښوونکو او ۵۱۳۰۰ زده‌کوونکو ووېشل شي.

هغه همدارنګه وویل، د یادو درسي او تدریسي توکو وېش نن پنجشنبه (د غبرګوږلي ۲۹مه) د محمداغې ولسوالۍ د حاجیانو او مرکز پل‌علم ښار اړوند ملک شېراحمد کوچي په ښوونځیو کې د لوګر د سیمه‌ییزو چارواکو او ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندویق(UNICEF)  مرکزي زون د مسؤولینو په حضور کې پیل شو.

عرب زیاتوي چې د یادو تدریسي توکو له وېش وروسته د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د  تدریس برخه کې د ښوونکو ستونزې تر یو بریده هوارې شي.

بلخوا، د مرکز پل‌علم ښار یوه ښوونکي عبدالله زینت راډیو ته وویل، د یونیسف دغه مرسته کولای شي په ښوونځيو کې د زده‌کوونکو او ښوونکو د درسي او تدریسي موادو د کمښت ستونزه هواره کړي.

‎خو نوموړی ټینګار کوي چې پوهنې وزارت او نړۍوال بنسټونه دې د لوګر هغو دولتي ښوونځيو ته هم معیاري ودانۍ جوړې کړي چې اوس مهال یې زده‌کوونکي په ازاده فضا کې په زده‌کړو بوخت دي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) د لوګر ولایت له ښوونځيو سره زرګونه ټوکه کتابونو مرسته کړې وه.

مطالب

یونیسف د لوګر د پوهنې له ریاست سره
د درسي توکو مرسته وکړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ