Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې بهرني ترهګر حضور نه‌لري.
۶ سرطان ۱۴۰۴

ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې بهرني ترهګر حضور نه‌لري.



د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» حضور په اړه د امریکا د استازو جرګې تازه ادعا په کلکه رد کړې.

ښاغلي مجاهد نن (جمعه، سرطان ۶مه) پر اېکسپاڼه ویلي، «افغانستان یو واحد او قوي حکومت لري چې په ټوله جغرافیه بشپړ واک او کنترول لري او هیچاته اجازه نه‌ورکوي چې افغان خاوره د چا پر خلاف وکاروي.»

ښاغلي مجاهد د امریکا د استازو جرګې هغه ادعا رد کړې چې افغانستان کې بهرني ترهګر حضور لري او له دغه هېواده کوم خطر متوجه دی.

د یادونې ده چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې مشر تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي ځای ګرځېدلی دی.

مطالب

ذبیح‌الله مجاهد
افغانستان کې
بهرني ترهګر حضور نه‌لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ