کابل کې د کتابونو اونیز نندراتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بیهقي له لوري د روژې د مبارکې میاشتې په
مناسبت په کابل کې د کتابونو یو اوونیز نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون
کې د څه باندې سلو خپرونکو له لوري د بېلابېلو برخو زرګونه کتابونه نندارې
ته اېښودل شوي دي. هغه کتاب خپرونکي چې په دغه نندارتون کې یې خپل کتابونه
نندارې ته وړاندې کړي، هم خوښ او راضي ښکاري. د یادونې وړ ده چې دغه
نندارتون به تر پنځو نورو ورځو د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.