Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان: که افغان کډوال تر ټاکلې نېټې ونه وځي، په زور به یې وباسو.
۱۳ ثور ۱۴۰۴

پاکستان: که افغان کډوال تر ټاکلې نېټې ونه وځي، په زور به یې وباسو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې (پي‌او‌ار) کارت‌لرونکو افغان کډ‌والو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره ځانونه چمتو کړي.

 پاکستان دغه کډوالو ته د جون تر ۳۰ پورې نوې نېټه ټاکلې. په پاکستان کې د دې کډوالو د پاتې‌کېدو موده د ۲۰۲۵کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځېده، خو تر یادې نېټې وروسته په دغه هېواد کې د هغوی پاتې‌کېدل ناقانونه بلل کېږي. 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپاره شوي بیان کې ټینګار کړی چې نور په دغه هېواد کې د )پي‌او‌ار( کارت‌لرونکو افغان کډوالو د پاتې‌کېدو د مودې د غځېدو اټکل نه‌شي کېدای. 

همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر ټاکل شوې نېټې وروسته به د (پي‌اوار) کارت‌لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د نه‌وتلو په صورت کې به د پولیسو له لوري په جبري ډول و ایستل شي.

مطالب

پاکستان: که افغان کډوال
تر ټاکلې نېټې ونه وځي،
په زور به یې وباسو

دا خبر نورو سره شریک کړئ