Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

محمد نعیم او د ازبیکستان سفیر د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی.
۵ جوزا ۱۴۰۴

محمد نعیم او د ازبیکستان سفیر د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی.



د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم کابل کې د ازبیکستان سفیر عثمان اویبېک سره لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو موضوعاتو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره ورځ (یکشنبه، جوزا څلورمه) ویلي چې دواړو خواوو د هر اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د ګډ تفاهم پر دوام ټینګار کړی.

د ازبیکستان سفیر د ترمذ غونډه کې د محمد نعیم فعاله ګډون د اړیکو د لاپیاوړتیا ښکارندوی بللی او د افغان ټرانس پروژې او نورو برخو کې یې خپل پروګرامونه شریک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دغه لیدنه کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اړیکې تاریخي بللي.

هغه زیاته کړې چې د اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه شته او له دې فرصتونو څخه د ښې استفادې په موخه د ټرانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پراخول کولی شي د دواړو هېوادونو لپاره ګډې ګټې ولري.

مطالب

محمد نعیم او د ازبیکستان سفیر
د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ