Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلخ کې د نفتو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه
۲۱ جدی ۱۴۰۳

بلخ کې د نفتو د تصفیې یوه کارخونه پرانیستل شوه

په بلخ ولایت کې د پنځوس میلیونه ډالرو پانګونې سره د تیلو یوه چاڼ خونه د سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه. د مسوولینو په خبره د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټُنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري. د بلخ سیمه‌ییز مسوولین د دغو مراسمو پرمهال وایي سرپرست حکومت په هېواد کې له پانګونې ملاتړ کوي او له همدې یې ۲۰۰ زره جریبه ځمکه د سوداګرو او پانګه والو ملاتړ په موخه صنعتي ښارګوټو ته ځانګړې شوې چې شل زره جریبه یې په بلخ ولایت کې  ده. د تیلو دغې چاڼ خونې مسوولین د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې لازیاتې سرچینې د دوی په واک کې ورکړي.

مطالب

بلخ ولایت
تیل

دا خبر نورو سره شریک کړئ