Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا د خپلو پخوانیو همکارانو د لېږدولو بهیر غځولی
۱۹ جدی ۱۴۰۳

امریکا د خپلو پخوانیو همکارانو د لېږدولو بهیر غځولی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې د خپلو افغان همکارانو د لیږدولو چاره یې غځولې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د خپلو افغان همکارانو ملاتړ او د هغوی د لیږدولو بهیر یې غځولی دی. نوموړي ویلي، هېواد یې د خپلو همکارانو تر څنګ ولاړ دی او په دې برخه کې به خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي. تر دې میاشت وړاندې د امریکا استازو جرګې هم د «افغان همکارانو» د ملاتړ قانون تصویب کړ چې په هغه کې امریکا ته د دغو افغانانو د کورنیو د لیږدولو مسله هم یاده شوې وه.

مطالب

مهاجرت
افغانستان
امریکا

دا خبر نورو سره شریک کړئ