د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په څرخ ولسوالۍ پورې اړوند د ډبر کلي یوه قومي مشر الحاج جانبت د الحاج خانبت زوی خپله یو جریب شخصي ځمکه د امام اعظم (رح) په نوم د یوه لومړني ښوونځي د جوړولو لپاره په وړیا ډول وقف کړه.
د پوهنې ریاست ویاند محمدشاه پور عرب زینت راډیوته وویل، د یادې ځمکې ارزښت شاوخوا یومیلیون افغانۍ دی.
د هغه په وینا، د وقف شوې ځمکې اسناد د وقف کوونکي الحاج جانبت له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې د کلي علمای کرامو او قومي مشرانو په شتون کې د څرخ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حسیني ته سپارل شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ځمکې به؛ په راتلونکي ۱۴۰۴ نوي ښوونیز کال کې د پوهنې وزارت له خوا د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د لازم ښوونیز چاپېریال د برابرولو په موخه یوه عصري او مجهزه ودانۍ جوړه شي.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې تر دې مخکې هم قومي مشرانو او یو شمېر نورو ځایي اوسېدونکو، د ښوونځیو د جوړولو لپاره خپلې ځمکې وقف کړې وې.