Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوستوالو د لاریون له لارې د افغان ځواکونو انتقامي بریدونه ستایلي
۱۲ جدی ۱۴۰۳

خوستوالو د لاریون له لارې د افغان ځواکونو انتقامي بریدونه ستایلي

د خوست ولایت مرکزي سرګردان څلور لارې کې خوست مېشتو ولسونو د لاریون له لارې د نظام  ملاتړ کړی او پر پاکستاني تاسیساتو انتقامي بریدونه یې ستایلي دي.

 

لاریون کوونکو د نظام په ملاتړ شعارونو سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې بلې خوا څو نقطو کې د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو پر پټنځایونو انتقامي بریدونه ستایلي دي.

 

لاریون کوونکو د پکتیکا برمل کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر عامو وګړو بریدونه د نړېوالو قوانینو خلاف او بشري ضد کړنه بللې دي.

  

افغان حکومت ویلي، دغه انتقامي بریدونه وروسته له هغې ترسره شول، چې پاکستاني څواکونو څو ورځې وړاندې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړل، تر دې بریدونو وروسته د ملي دفاع وزارت وویل، چې دغه بریدونه به بې ځوابه پرې نږدي.

مطالب

خوست
لاریون
نظام
ټولنه

دا خبر نورو سره شریک کړئ