Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی.
۲۰ سرطان ۱۴۰۴

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی.

د بدخشان امینه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تشکان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د زوم او ناوې په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه تېره شپه ۹ بجې د تشکان – کشم پر لویه لار د پل تشکان په ساحه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې د زوم، ناوې او یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او یوه ښځه ټپي شوې چې د کوما په حالت کې ده.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې یاده پېښه له سړکه د کرولا موټر د وتلو او چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې د یادې پېښې لامل د موټر چلووونکې بې‌احتیاطي بللې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د یادې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو چې د نکاح له مراسمو وروسته د خپل کور پر لور روان وو.

مطالب

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله
د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ