Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کډوالۍ نړیوال سازمان: دوو کلونو کې ۲نیم میلیون کډوال افغانستان ته ګرځېدلي.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

کډوالۍ نړیوال سازمان: دوو کلونو کې ۲نیم میلیون کډوال افغانستان ته ګرځېدلي.



د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه راپور کې ویلي، د ٢٠٢٣ کال له سپټمبر څخه د روان ٢٠٢٥ کال تر اپرېل پورې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۲.۴۳ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ګرځېدلي دي.

د دغه سازمان په وینا، دغه موده کې یې تر یو نیم میلیون ډېرو راستنېدونکو سره مرسته کړې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی ویل شوي چې له نيمايي ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي.

راپور کې راغلي چې د روانې اپرېل میاشتې له لومړۍ تر ١٣مې يې د جبري ستنېدونکو افغانانو لوړ شمېر ثبت کړی او نژدې ٦٠ زره کسان د تورخم او سپين بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د ٢٠٢٣ کال په وروستیو کې له ایرانه د ستنېدونکو افغانانو کچه لوړه وه او تر ٢٠٢٤ کاله يې دوام درلود.

مطالب

کډوالۍ نړیوال سازمان
دوو کلونو کې ۲نیم میلیون
کډوال افغانستان ته ګرځېدلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ