Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات کې یوه کارخونه د ورځې ۴۰۰ کولر تولیدوي.
۲۵ ثور ۱۴۰۴

هرات کې یوه کارخونه د ورځې ۴۰۰ کولر تولیدوي.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د اوبو کولرو د تولید یوې کارخونې مسوولان وايي چې یادې کارخونه کې په ورځنۍ توګه څه باندې ۴۰۰ کولر تولید او بازار ته یې، وړاندې کوي.

د افغان ابتکار په نوم د یادې کارخونې رییس محمدیونس احمدي رسنیو ته وویل چې د یادې کارخونې پر جوړولو ۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او په وینا یې، شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته یې، په‌کې په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کارکولو زمینه برابره کړې ده.

نوموړی ټينګار کوي چې د یادې کارخونې د تولید کچې لوړولو سره به راتلونکی کال له بهره د کولرو تولید اړتیا ختمه شي.

بل‌خوا د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار په صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو له تولید د ملاتړ ترڅنګ، دې برخه کې د اسانتیاو رامنځته‌کېدو ژمنه کړې.

نوموړي زیاته کړې چې د پانګونې ډېرېدو لپاره به د ځمکې وېش، برښنا ستونزې حل او اړینو اسانتیاوو برابرولو برخه کې لا کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي کې څه باندې زر کارخونې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري چې تولیدات یې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کېږي.

مطالب

هرات کې یوه کارخونه
د ورځې ۴۰۰ کولر تولیدوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ