Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په ګڼو ولایتونو کې د غزې په ملاتړ او اسراییلو پر ضد لاریونونه وشول.
۹ جوزا ۱۴۰۴

په ګڼو ولایتونو کې د غزې په ملاتړ او اسراییلو پر ضد لاریونونه وشول.

نن د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې په غزه کې د اسراييلي ځواکونو له لوري د روانو ظلمونو غندنه وشوه او پراخ لاریونونه ترسره شول. 

لاريون‌کوونکو له نړۍوالې ټولنې او عرب ملکونو غوښتنه وکړه چې په غزه کې د اسراییلو د وحشت مخه دې ونيسي. دوی د بشر حقونو نړۍوال بنسټونه هم تورن کړل چې ګواکې غزه کې په کېدونکي وحشت پټه خوله پاتې شوي دي. 

دغه راز د سرپرست حکومت رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند غزه کې روان ناورین غندلی او په دې تړاو یې د نړۍ د هېوادونو، ښکېلو خواو او بشري بنسټونو چوپتیا “دردونکې” بللې ده. اسراییلو د وروستیو اونیو پرمهال د غزې پر بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه پیل کړي او تازه یې، د یاد ښار بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې له خپلو سیمو ووځي.

مطالب

په ګڼو ولایتونو کې د غزې
په ملاتړ او اسراییلو
پر ضد لاریونونه وشول

دا خبر نورو سره شریک کړئ