د لوی غره له لمنو څخه
کورپاڼه
نړی
افغانستان
لوګر
لوبې
زده کړې
کرنه
چاپېریال ساتنه
کلتور
روغتیا
ټولنه
اقتصاد
زمونږ په اړه
زينت راډیو
کورپاڼه
نړی
افغانستان
لوګر
لوبې
زده کړې
کرنه
چاپېریال ساتنه
کلتور
روغتیا
ټولنه
اقتصاد
زمونږ په اړه
پښتو
دری
English
۶ سرطان ۱۴۰۴
جوزجان کې یوه پلار او زوی د فاضلابو یوې څاه ته لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی.
د جوزجان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې یو پلار او دوه زامن یې د فاضلابو یوې څاه ته لوېدلي چې له امله یې پلار او یوه زوی ژوند له لاسه ورکړی او بل زوی یې سخت ټپي شوی دی.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، تېره ورځ مازیګر مهال د دغه ولایت د اقچې ولسوالۍ د بوريخواجه ګذر په مربوطاتو کې یو پلار او ځوان زوی یې په یو کور کې د فاضلابو یوې څاه کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او بل زوی یې سخت ټپي شوی دی.
هغه زیاته کړه، دوو زامنو د خپل پلار د ژغورلو لپاره ځانونه د فاضلابو یوې څاه ته ورغورځولي چې د خپل پلار په ګډون یوه یې خپل ژوند له لاسه ورکړ او بل سخت ټپي شو.
حلیمي وویل، ټپي کس د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.
مطالب
جوزجان کې یوه پلار او زوی
د فاضلابو یوې څاه ته لوېدو
له امله ژوند له لاسه ورکړی
دا خبر نورو سره شریک کړئ