Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هرات کې د مخابراتي شبکو ۶۳ نوې ستنې نصب شوې دي.
۹ ثور ۱۴۰۴

هرات کې د مخابراتي شبکو ۶۳ نوې ستنې نصب شوې دي.

د هرات ولایت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې تېر کال په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د پراختیا په موخه ۶۳ نوې ستنې نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د اترا ادارې امر مولوي باز محمد سروري له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د نصب شوو ستنو له ډلې ۳۰ ستنې د روشن مخابراتي شرکت، ۲۰ ستنې د افغان بیسیم شرکت، ۸ ستنې د اتوما شرکت، ۳ ستنې د سلام شرکت او ۲ ستنې د اتصالات شرکت له لوري لګول شوې دي. 

نوموړي زیاته کړه، چې د هرات د لرې پرتو سیمو لپاره د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د اترا ادارې په وړاندیز او د مخابراتي خدماتو پراختیایي صندوق ټي ډي اف په مالي ملاتړ ۱۴ نوي سایټونه هم پلان شوي دي.

مطالب

هرات کې د مخابراتي
شبکو ۶۳ نوې ستنې
نصب شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ