Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د «کوارتز» منرال نوی کان کشف شوی.
۲۵ ثور ۱۴۰۴

خوست کې د «کوارتز» منرال نوی کان کشف شوی.



د خوست محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په شمل دوه منده ولسوال کې د کوارتز منرال کان کشف شوی دی.

د خوست ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کانونو رياست د انجینیري ډلې له لوري په شمل دوه منده ولسوالي کې د کوارتز منرال نوی کان کشف شوی دی.

خبرپاڼه کې د خوست د کانونو ريس مولوي صادق جان حمزه له قوله ليکل شوي چې واک ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته په دغه ولایت کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو کشف پراخ شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ياد کان د تشخيص پرمهال د کانونو رياست انجینیرانو ويلي چې دغه کان د کوارتز منرال يو بډايه کان دی چې زیاتره رګونه یې په شېلو او رسوبي ډبرو کې پراختیا موندلي دي.

د معلوماتو له مخې، «کوارتز» په شیشه جوړونه، تلویزون سکرین، لاسي ساعتونو، ګوتمیو، غاړکیو، تسلکوپ، دوربینونو او ځينو نورو برخو کې استفاده کېږي.

مطالب

خوست کې د «کوارتز»
منرال نوی کان کشف شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ