Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امنیت شورا د یوناما ماموریت تمدید په اړه رایه‌اچونه کوي.
۲۶ حوت ۱۴۰۳

امنیت شورا د یوناما ماموریت تمدید په اړه رایه‌اچونه کوي.



د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما ماموریت تمدید په اړه رایه اچونه کوي.

دغه شورا شنبه د کب ۲۵مه یوه رپوټ کې ویلي، که رایه اچونه کې د یوناما ماموریت تمدید شو، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ فعالیت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې دوام ولري. امنیت شورا ټینګار کړی چې د یوناما ماموریت به لومړیتوبونو او دندو کې له بدلون راتلو پرته تمدید شي.

د ملګروملتونو امنیت شورا زیاته کړې، تمه کیږي چې د دغې شورا ټول ۱۵ دایمي او غیردایمي غړي به د یوناما د ماموریت تمدید څخه ملاتړ وکړي.

دا داسې مهال دی چې تېره یوه میاشت کې د یوناما د ماموریت تمدید لپاره د سریزې چمتو کول د امنیت شورا د څلورو دایمي غړو امریکا، فرانسې، چین او روسیې ترمنځ سختو اختلافونو سره مخ شوې ده.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، یوناما افغانستان کې بریالی ماموریت نه دی ترسره کړی. د هغه په وینا، یوناما د افغانستان وضعیت په اړه د منفي رپوټونو په خپرولو سره د هېواد په اړه «ناسم هنیت» نړیوالو ته وړاندې کړی دی.

مطالب

امنیت شورا
د یوناما ماموریت
تمدید په اړه
رایه‌اچونه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ