Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د امام ابوحنيفه "رح" په ننګه د سیالۍ پايلې اعلان شوې.
۱۴ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د امام ابوحنيفه "رح" په ننګه د سیالۍ پايلې اعلان شوې.

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د امام ابوحنیفه رح په ننګه سيالي ترسره شوې وه، چې پايلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او غوره ګډونوال يې د ډاليو په ورکولو سره ونازول شول.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم غونډې ته د وينا پر مهال وویل: د سیالۍ  په هر ګډونوال دومره باوري یو، چې کولی شي د امام صاحب په اړه په ساعتونو خبرې وکړي، چې د فکري غنامندۍ په برخه کې دا یو ستر ګام دی.

ښاغلي صمیم او نورو ځایي مسوولینو د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې څخه هم مننه وکړه، چې د ځوانانو د غوره اصلاح په موخه دا ډول برنامې جوړوي، تر څنګ یې د داسې پروګرامونو په ارزښت هم مفصلې خبرې وکړې.

په پای کې مخکښ ګډونوال په ډالیو ونازول شول، لومړي مقام ګټونکي(د برکي برک ولسوالۍ د جابر کلا منځني ښوونځي زده کوونکي منصور) ته د عمرې حج سفر، دوهم مقام ته موټرسایکل، دریم مقام ته لپ ټاپ کمپیوټر، څلورم مقام ته موبایل، پنځم مقام ته الفجر ساعت او په پرلپسې توګه له شپږم نه تر ۵۰ م ګډونوال پورې بېلابېل ارزښتمن کتابونه ورکړل شول.


ویل کیږي، د ا.ا له راتګ سره د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ځوانانو، زده‌کوونکو، زده‌کړیالانو، او د دیني مدرسو طالب‌العلمانو ته تر دې دمه ۳۵ علمي پروګرامونه او بېلابېلې سیالۍ ترسره شوې دي.

مطالب

لوګر کې
د امام ابوحنيفه "رح"
په ننګه د سیالۍ
پايلې اعلان شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ