اطلاعاتو او کلتور وزارت: هېواد کې د رسنیو ضعیت په ښه لور روان دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریالانو نړۍوالې ورځې په
مناسبت ویلي، دغه وزارت هېواد کې په ټولو برخو کې له خبریالانو ملاتړ کوي.
غفران ویلي، له خبریالانو د ملاتړ لپاره د ملي حمایوي صندوق پر میکانیزم
کار روان دی، چې د پروسې بشپړېدو سره به یې له لارې له هغو خبریالانو سره
چې اقتصادي ستونزې لري مرسته وشي. نوموړي هېواد کې د نویو رسنیو او
اژانسونو فعالیت پیل ته په اشارې ویلي، افغانستان کې د رسنیو وضعیت په ښه
والی دی، چې دغه موضوع د خبري فعالیتونو پیاوړتیا برخه کې له رسنیو د
اطلاعاتو کلتور وزارت د ملاتړ ښکارندویي کوي. دغه څرګندونې داسې مهال مطرح
کیږي، چې نن د کب ۲۷مه د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.