Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان کې د دیوال نړېدو پېښه کې ۲ ماشومانو ژوند بایللی.
۸ حمل ۱۴۰۴

لغمان کې د دیوال نړېدو پېښه کې ۲ ماشومانو ژوند بایللی.



د لغمان د پیښو پر وړاندې د مبارزې رئیس خیرمحمد غازيرسنیو ته وویل، مرکز مهترلام کې د یو کور دیوال غورځیدلی چې له امله یې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ژوبل دی.

د هغه په وینا، پېښه تېر مازیګر (پنجشنبه، وري ۷مه) ۴ نیمې بجې د مهترلام ښار د «چهلمټیو» په «ډوول اباد» سیمه کې د تیز طوفان له امله رامنځته شوې ده.

ټپي ماشوم د لغمان ولایتي روغتون ته وړل شوی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد یوشمېر ولایتونو کې د بارانونو او طوفانونو له امله د کور چت او دېوالونو نړېدو پېښو کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.

مطالب

لغمان کې د دیوال
نړېدو پېښه کې
۲ ماشومانو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ