Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټاپي؛ افغانستان کې د دغې نللیکې ۱۴ کیلومتره کار بشپړ شوی.
۵ ثور ۱۴۰۴

ټاپي؛ افغانستان کې د دغې نللیکې ۱۴ کیلومتره کار بشپړ شوی.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مسوول بګنج عبدالله یوف ویلي، چې د دغې پروژې ۱۴ کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی دی. 

د هرات ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې عبدالله یوف او د دغه ولایت د والي مولانا اسلام‌ جار ترمنځ لېدنه هم شوې ده. 

بګنج عبدالله یوف زیاته کړې چې د ټاپي ۱۴ کیلومتره نللیکه بشپړه شوې او تر څنګ یې د دې نللیکې لپاره ۲۴ کیلومتره ځمکه هم هواره شوې ده.

 د تېر کال د کب میاشتې په وروستیو کې د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان هم ویلي و چې په افغانستان کې د ټاپي پایپ لاین ۱۰ کیلومتره چارې بشپړې شوې دي. 

ټاپي هغه نللیکه ده چې د ترکمنستان ګاز له افغانستان څخه پاکستان او له هغه ځایه هند ته لېږدوي.

مطالب

ټاپي؛ افغانستان کې
د دغې نللیکې ۱۴ کیلومتره
کار بشپړ شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ