Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نن پيلوي.
۱۴ حمل ۱۴۰۴

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نن پيلوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له‌خوا د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره ورکړل شوې موده دوه ورځې وړاندې پای ته رسېدلې. 

خو تر دې وړاندې د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ویلي و، چې د اختر رخصتۍ له امله دغه لړۍ ځنډېدلې ده. 

جنګ ورځپاڼې ویلي، چې نن به په چمن کې د افغان کډوالو بایومیټریک ترسره شي او په لنډي کوتل کې بیا د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په لنډمهالي پنډغالي هم کار روان دی.

 د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ زره د اې سي سي کارت لرونکي افغانان مېشت دي چې د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

مطالب

پاکستان د افغان
کډوالو د ایستلو
لړۍ نن پيلوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ