Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بادغیس کې د اوبو رسولو شبکې د درېیم فاز چارې پيل شوې.
۲۱ دلو ۱۴۰۳

بادغیس کې د اوبو رسولو شبکې د درېیم فاز چارې پيل شوې.

د بادغیس سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د درېیم فاز چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. د قلعه نو ښار د اوبو رسونې او فاضلابو امر عبدالرحیم زاهد ویلي، چې د دغه فاز په بشپړېدو سره به اوبه اصلي ذخېرو ته ورسېږي او ډېر ژر به ښاریانو ته د اوبو اسانتیاوې برابرې شي. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال ۵ زره ۴۵۰ کورنۍ له دې شبکې ګټه پورته کوي. زاهد له خلکو وغوښتل چې خپل پورونه پرې کړي. چارواکو ټینګار وکړ چې د اوبو د مصرف په سم مدیریت کې د خلکو همکاري د اوبو د سرچینو په ساتنه کې اساسي رول لري.

مطالب

بادغیس کې
د اوبو رسولو شبکې
د درېیم فاز
چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ