Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اېلن ماسک د اوپن‌اې‌ای اخیستلو لپاره ۹۷.۴ میلیارډ ډالر وړاندیز کړی.
۲۷ دلو ۱۴۰۳

اېلن ماسک د اوپن‌اې‌ای اخیستلو لپاره ۹۷.۴ میلیارډ ډالر وړاندیز کړی.



د ټسلا موټر جوړولو شرکت خاوند او د نړۍ شتمن اېلن ماسک د «اوپن‌اې‌ای» اخیستلو لپاره  ۹۷.۴ میلیارډ ډالر وړاندیز کړی، خو دغه شرکت یې، وړاندیز نه‌دی منلی.

اوپن‌اې ای ویلي چې دغه شرکت د پلور لپاره نه‌دی او د ماسک له‌خوا د پېر په موخه کېدونکی هر وړاندیز به رد کړي.

ماسک هڅه کوي چې د اوپن‌اې‌ای د پرمختګ مخه ونیسي او پر دې شرکت د فشار راوړلو لپاره دا د نوموړي وروستي ګامونه دي.

ماسک د اوپن‌اې‌ای شرکت له اجراییه مشر سام التمن سره نږدې سیالي لري. اېلن ماسک او سام التمن یوځای اوپن‌اې‌ای جوړ کړ، خو ماسک بیا وروسته ترې جلا شو.

التمن وايي، هڅه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې مخکښ واوسي او د یوه انتفاعي شرکت په توګه ډېره پانګونه راجذب کړي.

خو ماسک بیا ادعا لري چې دغه موخې د یاد شرکت له لومړنیو اهدافو څخه په ټکر کې دي او په وینا یې، پلان دا و چې اوپن‌اې‌ای غیرانتفاعي شرکت پاتې شي او د بشر لپاره خدمت وکړي.

مطالب

اېلن ماسک
د اوپن‌اې‌ای اخیستلو
۹۷.۴ میلیارډ ډالر وړاندیز کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ