Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ټرمپ استازی: اروپا به د امریکا، روسیې او اوکراین مذاکراتو کې ګډون ونه‌لري.
۲۸ دلو ۱۴۰۳

د ټرمپ استازی: اروپا به د امریکا، روسیې او اوکراین مذاکراتو کې ګډون ونه‌لري.



د اروپا لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی کېټ کلوګ وايي چې اروپا به د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ په مذاکراتو کې ګډون ونه‌لري.

د نوموړي په وینا، اروپا سره به د پام وړ موضوعاتو په تړاو خبرې او مشورې وشي، خو په ټوله کې به دې مذاکراتو کې ګډون ونه‌لري.

هغه خپلو اروپايي ملګرو ته وویل: «د دې پر ځای چې شکایت وکړئ چې ایا تاسو ممکن د خبرواترو برخه واوسئ یا نه؛ د مشخصو وړاندیزونو او نظرونو په وړاندې کولو او د دفاعي بودیجې په زیاتولو سره په بحث کې برخه واخلئ.»

د اروپايي ټولنې یوشمېر هېوادونه چې لا له وړاندې د ټرمپ له تګ‌لارو سره مخالفت لري، د نوموړي دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې.

د لهستان او فرانسې مشرانو له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې چې په دې پاریس کې سره غونډه وکړي. تازه د جرمني لومړي وزیر بیا ویلي چې کېیف کې هر ډول تحمیلي سوله د منلو نه‌ده.

دوی همداراز اندېښنه لري چې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ په مذاکراتو کې نشتون به یې، د اروپا امنیت وګواښي.

مطالب

د ټرمپ استازی
اروپا به د امریکا، روسیې او اوکراین
مذاکراتو کې ګډون ونه‌لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ