Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سعودي په افغانستان او پاکستان کې پولیو له‌منځه وړو لپاره ۵۰۰میلیونه ډالر مرسته کوي.
۷ حوت ۱۴۰۳

سعودي په افغانستان او پاکستان کې پولیو له‌منځه وړو لپاره ۵۰۰میلیونه ډالر مرسته کوي.



د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د دویم پړاو پیلېدو سره هم مهاله، سعودي عربستان ویلي، په افغانستان او پاکستان کې به پولیو سره د مبارزې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

دا پیسې به د پولیو له‌منځه وړو د نړیوال نوښت له لارې افغانستان او پاکستان ته ځانګړې شي.

 د دې سازمان له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «د سعودي عربستان پاچا د ریاض څلورم نړیوال بشري فورم په جریان کې د پولیو له‌منځه وړو نړیوال نوښت (GPEI) له لارې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ژمنې تایید کړې. دا مالي مرسته پاکستان او افغانستان کې پولیو سره د مبارزې لپاره ده او همدارنګه د نړۍ په نورو برخو کې د پولیو د بدلو شویو بڼو د خپرېدو پر مخنیوي هم لګول کېږي.»

د پولیو نړیوال نوښت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، د وروستیو کلونو پرمهال افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې بشري بحرانونه د پولیو د خپرېدو لامل شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په اوسني وضعیت کې، د سعودي عربستان او نورو هیوادونو مرستې کولی شي، د پولیو په له‌منځه وړو کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د پولیو واکسین دویم کمپاین د روانې اوونۍ دوشنبه، کب شپږمه، په  ۱۶ ولایتونو کې د څلورو ورځو لپاره پیل شوی دی.

د یاد وزارت ویاند، شرافت زمان وايي: «د کب شپږمه په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي او ۶.۳ میلیونه کسان به دې دوره کې واکسین شي چې له پنځو کلونو کم عمر ولري. له علماوو او قومي مشرانو غواړو چې د واکسین له ټیمو سره مرسته وکړي، څو ښه پلی شي او د ناروغۍ مخه ونیول شي.»

بل‌خوا، د افغانستان په یوشمېر لرې پرتو سیمو کې کورنۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پرمهال د ځینو ننګونو په اړه شکایت کوي.

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالي اوسېدونکی انور وايي: «زموږ ولسوالي ګڼ نفوسه ده او درې-درې نیم سوه زره نفوس لري او له مرکز لرې دی. پولیو وړاندې څلور ورځې وو، اوس درې ورځې دی او پخوا کور په کور وو، اوس سایټ په سایټ دی.»

افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو پکې په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې. افغانستان کې د روان کال لومړۍ مثبته پېښه د بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.

مطالب

سعودي په افغانستان او پاکستان کې
پولیو له‌منځه وړو لپاره
۵۰۰میلیونه ډالر مرسته کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ