پرون چهار شنبې شپه نهه بجې د اسرائیلو سفارت دوه کارکوونکي واشنګټن ښار کې د یهودیانو موزیم ته نږدې په ډزو وژل شوي دي.
د واشنګټن پولیسو تائید کړې چې برید ګر په څلور کسیزه ډلې باندې ډزې پیل کړې چې په ترڅ کې اسرائیلو سفارت یوه ښځینه او یو نارینه غړي ځای پر ځای ووژل،پولیس وایې یو شکمن کس یې هم نیولی.
د پولیسو په وینا یوکس د الیاس رود ریګز نوم چې ۳۰کاله عمر لري د یهودیانو موزیم ته نږدې شاخوا لیدل شوی او شعارونه یې ورکول چې په غزه دې ظلم بند او فلسطین دې ازاد شي.
د واشنګټن پولیسو په وینا شکمن کس نیول شوی،چې د اسرائیلو سفارت کارکوونکي یې وژلی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ بریتانیا هم اسرائيلو سفارت سفیر احضار کړی او ورته ویلي چې په فلسطین دې ظلم بند کړي.