Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یمن کې پر حوثیانو د امریکا برید کې ۲۴ تنه وژل شوي.
۲۶ حوت ۱۴۰۳

یمن کې پر حوثیانو د امریکا برید کې ۲۴ تنه وژل شوي.


د راپورونو پراساس، امریکا د یمن پلازمینې صنعا په ګډون د دغه هېواد ځینو برخو کې د حوثیانو پر وړاندې پراخ بریدونه کړي چې په کې ۲۴ تنه وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي چې دغه بریدونه سور سمندر کې د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
هغه ویلي: «ستاسو وخت پایته رسېدلی او بریدونه مو باید ودرول شوي، که چېرې دغه کار یې ونه کړ، داسې څه به درسره وشي چې پخوا نه وي شوي.»

د امریکا ولسمشر ایران ته هم خبرداری ورکړی چې د یمن د حوثیانو له ملاتړ لاس واخلي، کنه‌نو متحده ایالتونو سره به مخامخ شي.
د یمن حوثیانو تېره اونۍ وویل، که اسراییل غزې ته د بشري مرستو استولو ته اجازه ور نه‌کړي، سور سمندر کې به د دغه هېواد بېړۍ په نښه کړي.

مطالب

یمن کې پر حوثیانو
د امریکا برید کې
۲۴ تنه وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ