په روژې مبارکې مياشتې کې د کار د پيل او پای وختونه وټاکل شول.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د روژې په مبارکه مياشت کې په دولتي ادارو کې د کار د پيل او پای وخت په ډاګه کړ.
ياد وزارت د دې مبارکې مياشتې په مناسبت د روژې کار د سهار په ۹ بجو د پيل او د ماسپښين په ۲ بجو د پنجشنبې ورځو په ګډون د ماسپښين د لمانځه له دمې سره د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي وزارت له ټولو توليدي، روغتيايي، نشراتي، ښوونې او روزنې او د لوړو زدهکړو له بنسټونو غوښتي، چې د خپل کاري او اقليمي شرايطو په پام کې نيولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پيل او پای مهالوېشونه چمتو کړي.