ننګرهار کې پر ۷۵ جریبه ځمکه د چهارمغزو ۶۸ بڼونه جوړ شوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ۵ ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت پر ۷۵ جریبه ځمکه د چهارمغزو (غوزانو) ۶۸ بڼونه جوړ شوي دي. سرچینې ویلي چې دغه بڼونه د کرنې وزارت په مالي ملاتړ په خوږیاڼو، حصارک، شېرزاد، پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې جوړ شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دې پروژې ټولیز لګښت یو میلیون او ۵ زره افغانۍ ښودل شوی دی. د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د ننګرهار په حصارک او ځینو نورو ولسوالیو کې د همکارو موسسو په همکارۍ د غوزانو سلګونه نیالګي پر بڼوالو وېشل شوي وو.