امیرخان متقي مسقط کې له خپل عماني سیال سره کتلي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي
سره په پلازمېنه مسقط کې کتلي. دواړو لورو په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي
او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې او د دوه اړخیزو همکاریو د نوي
پړاو پرانیستلو هوډ یې کړی دی. سرپرست وزیر په افغانستان کې امنیت، متوازنې
نړیوالې اړیکې او د پانګونې فرصتونه د حکومت مهمې لاسته راوړنې بللې او له
عماني پانګوالو یې غوښتي، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي. ورتهمهال د عمان د
بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړی او د سیاسي، اقتصادي او
سوداګریزو اړیکو د پراخولو هیله یې څرګنده کړې ده.