Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په کابل کې یوه ځوان په ۸۵ ورځو کې ټول قرانکریم حفظ کړی
۲۴ جدی ۱۴۰۳

په کابل کې یوه ځوان په ۸۵ ورځو کې ټول قرانکریم حفظ کړی

د کابل د شکر درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ټول قرانکریم په ۸۵ ورځو کې حفظ کړی. د کابل ولایت مقام ویلي، د دې لوړ استعداد څښتن حافظ عبدالحق نومېږي چې د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې هم کوي او د لسم ټولګي زده کونکی دی. د کابل سرپرست والي امین الله عبید پرون د دغه ځوان لپاره ستاینغونډه جوړه کړې وه چې د دیني علماوو سربېره پکې د هغه د کورنۍ غړو هم ګډون کړی وو.  سرپرست والي دغه حافظ ته د هر ډول امکاناتو برابرولو ډاډ ورکړی او هغه ته یې د لا زیاتو علومو د حاصلولو سپارښته کړې ده.

مطالب

کابل د شکر درې ولسوالۍ
قرانکریم
حفظ

دا خبر نورو سره شریک کړئ