Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د شپږو میاشتو پرمهال د ناروغیو پروړاندې ۲۶۲زره څاروي واکسین شوي.
۳۰ دلو ۱۴۰۳

کندهار کې د شپږو میاشتو پرمهال د ناروغیو پروړاندې ۲۶۲زره څاروي واکسین شوي.



د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د بېلابېلو ناروغیو پروړاندې ۲۶۲زره څاروي واکسین شوي دي.

دغه څاروي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د خوراک او کرنې نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ واکسین شوي.

په ورته مهال د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ سکتور د ودې لپاره له بېلابېلو نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ،د مسلکي پاراوټرانو په وسیله، د کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې د څارویو د مړینې د کچې کمولو لپاره پراخ کمپاین کړی دی.

د یاد ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي چې له دغه شمېر څخه ۱۵۰ زره واکسینونه د FAO او ۱۱۲ زره د اروپایي ټولنې له‌خوا تمویل شوي دي.

یاد واکسینونه د غواګانو د پوستکي ناروغۍ (L.S.D)، د غواګانو د پښو او خولې ناروغۍ (F.M.D)، د کوچنیو څارویو د طاعون (PPR)، د کوچنیو څارویو د چیچک (Sheep Pox) او د کوچنیو څارویو د چنجیو ضد ناروغیو لپاره تطبیق شوي دي.

د دې واکسینونو موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د مړینې کچې کمښت، په لرې‌پرتو ولسوالیو کې د سالمې مالدارۍ لپاره اړین واکسینونه چمتو کول او د مالدارۍ سکتور ته پراختیا ورکول دي.

د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وایي چې د مالدارۍ سکتور ته تازه پاملرنه زیاته شوې او هڅه کوي مالدارانو ته اړینې مرستې ورسوي.

مطالب

کندهار کې د شپږو میاشتو پرمهال
د ناروغیو پروړاندې ۲۶۲
څاروي واکسین شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ