Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي عبدالکبیر راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړې.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

مولوي عبدالکبیر راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړې.



د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني، د دغه وزارت له لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مالي خان سره لیدلي.

دې لیدنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسیدنې پر چمتووالي بحث شوی.

هغه له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو وغوښتل چې له بیرته راستنېدونکو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت په ټولو ولایتونو او بنادرو کې د کډوالو لپاره چمتوالی نیولی دی.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د روانې اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو بهیر پېل کړ.

اسلامي امارت په دې اړه څو ځلې پاکستاني لوري سره خبرې کړي چې ظاهرا یې کومه پایله نه‌ده ورکړې او هغوی د کډوالو د ایستلو بهیر روان ساتلی دی.

مطالب

مولوي عبدالکبیر
راستنېدونکو افغانانو سره
د مرستې غوښتنه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ