Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای او ایم: له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو شمېر ډېر شوی.
۱۴ جوزا ۱۴۰۴

ای او ایم: له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو شمېر ډېر شوی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي چې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو شمېر ډېر شوی او په وروستیو میاشتو کې یې د دغه بهیر له چټکېدو اندېښنه ښودلې ده. 

یاد سازمان پرون په یوه راپور کې لیکلي چې له ایران څخه یوازې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې شاوخوا ۱۵ زره او ۶۷۵ کډوال ایستل شوي چې د اپریل میاشتې پرتله ۲.۳ برابره ډېروالی ښيي.

 یاد بنسټ زیاته کړې چې له اسنادو پرته راستنو شویو شمېر د تېر کال مې میاشتې پرتله درې برابره ډېر شوی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان پر هېوادونو غږ کړی چې د افغانانو د راستنولو لړۍ تر هغې وځنډوي چې شرایط ورته برابر شي.

مطالب

ای او ایم: له ایرانه
د افغان کډوالو
د ایستلو شمېر ډېر شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ