Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي.
۱۵ ثور ۱۴۰۴

تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د نږدې ۱۵میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ له هېواده بهر صادرې شوې دي.

 د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي پاکستان، ایران، هالنډ، ترکمنستان، المان، امریکا، هند او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان د غالیو مهم پېرودونکي دي.

 په همدې حال کې د غالیو اوبدونکو او صادروونکو ټولنه افغاني غالۍ اوبدنې ته، د بهرنیو لېوالتیا ته په اشارې وايي، چې اړتیا ده، چې بهر ته د غالیو په لېږد کې اسانتیاوې رامنځته شي. 

غالۍ اوبدنه د افغانستان مهم صنعت دی، چې تر ډېره پرې خلک په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل کې بوخت دي.

مطالب

تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو
په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ