Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له پاکستانه د ۳۵ ټنه خوسا کچالو د لېږد مخه نیول شوې.
۵ جوزا ۱۴۰۴

له پاکستانه د ۳۵ ټنه خوسا کچالو د لېږد مخه نیول شوې.



د ننګرهار ځايي مسوولانو رسنیو  ته وویل، د تورخم له لارې افغانستان ته واردېدونکي ۳۵ مټریک ټنه خوسا کچالو یې بیرته پاکستان ورګرځولي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) وویل، دغه کچالو په تورخم ښارګوټي کې د نباتي قرنطین مدیریت له لوري بې‌کیفیته او خراب تشخیص شوي او بېرته پاکستان ته ور وګرځول شوي.

د اسلامي امارت مسوولانو له ټولو سوداګرو د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله کړې، ترڅو هیوادوال له صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم له پاکستانه په لسګونه مټریک ټنه واردېدونکي کچالو او نور  سبزیجات چې کیفیت یې خراب وه، بیرته پاکستان ته ګرځول شوي دي.

مطالب

له پاکستانه د ۳۵ ټنه
خوسا کچالو د لېږد مخه نیول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ