تېره یوه میاشت؛ د ورښتونو او سېلابونو له کبله اتیا تنه مړه شوي.
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې په هیواد کې د یوې میاشتې د ورښتونو او سیلابونو د قربانیانو شمیر ۸۰ تنو ته رسیدلی دی. د یاد وزارت ویاند پرون له رسنیو دغه راز ویلي، چې د ورښتونو او سېلابونو له امله د یوې میاشتې په موده کې تر ۱۰۰ ډیر کسان ټپيان شوې هم دي. هغه ویلي، چې د ورښتونو له امله تر یو زر ۸۰۰ ډیر کورونه د څه باندې ۴ اونیو په ترڅ کې وران شوې او نژدې۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.