تېره میاشت ۲۴۶۵ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په سلواغې میاشت
کې ۲ زره او ۴۶۵ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان
ته تګ-راتګ کړی. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې د ۳۶ مېرمنو په ګډون ۱۳۱۱
تنه افغانستان ته راغلي او د ۲۳ مېرمنو په ګډون یو زرو او ۱۵۴ کسان بېرته
تللي. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې ۱۹۳ تنو یې د تاریخي سیمو د لېدلو او
ګرځندويۍ لپاره او پاتې نورو یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی. د
دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له
بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، آقینې او حیرتان بندرونو او د
بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.