Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا کې توپانونه؛ لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

امریکا کې توپانونه؛ لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي.



امریکا کې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د سختو توپانونو او اورښتونو له امله لږترلږه ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په وینا، یاد کسان په میسوري او کېنټاکي ایالتونو کې مړه شوي دي. ترڅنګ یې، په توپان کې خلکو ته ګڼ‌ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

په ورته مهال د کنټاکي ایالت والي انډي بیشیر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د جمعې شپې توپانونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

۷ نور کسان بیا په میسوري ایالت کې وژل شوي او چارواکو تر کورونو لاندې د احتمالي ایسارو کسانو د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

همداراز په میسوري ایالت کې د یاد توپان له امله د ۵۰۰۰ کورونو د ویجاړېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د امریکا په نورو ایالتونو کې هم دغه توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي او خلکو ته یې، د خدمتونو رسول هم زیانمن کړي دي.

چارواکي وايي، دا توپانونه د هغه سخت موسمي سېسټم یوه برخه ده چې په ویسکانسن کې یې هم  توپاني څپې رامنځته کړي او د لویو جهيلونو په سیمه کې یې زرګونه خلک له برښنا څخه بې‌برخې او ټېګزاس ته یې د تودوخې څپه راوړې ده.

مطالب

امریکا کې توپانونه
لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ