Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مصور بهادري: افغان کډوال له تاجکستانه په زور نه اېستل کېږي.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

مصور بهادري: افغان کډوال له تاجکستانه په زور نه اېستل کېږي.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغان کډوالو د کمېټې مشر مصور بهادري له رسنیو په تازه مرکه هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې افغان کډوال له دغه هېواده په زور ایستل کېږي.

 نوموړي ویلي، چې تر اوسه هېڅ افغان کډوال له زور زیاتي یا اخراج شکایت نه دی کړی. بهادري له اسیا-پلس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي «تر اوسه هېڅوک زموږ کمیټې ته د اېستلو شکایت لپاره نه دي راغلي.»

 نوموړي هغه راپورونه بې‌اساسه وبلل چې وایي تاجکستاني چارواکو افغان پناه‌غوښتونکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی څو له دغه هېواده ووځي. 

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې تاجکستان افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې ضرب الاجل ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

مطالب

مصور بهادري: افغان کډوال
له تاجکستانه په زور نه اېستل کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ