Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سالنګ ‌لارې بیارغونه؛ اصلي مسير د تګ‌راتک پرمخ کیږي.
۳ جوزا ۱۴۰۴

د سالنګ ‌لارې بیارغونه؛ اصلي مسير د تګ‌راتک پرمخ کیږي.



د ټولګټو وزارت نن (شنبه، جوزا درېیمه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګونو لویې‌لارې د پاتې برخو د بیارغونې کار یې پیل کړی چې د ښه ترسره کېدو په موخه، اصلي مسير د وسایطو د تګ راتک پرمخ تړل کیږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې مسافر وړونکي موټر کولی شي له چمتو شوي بدیل فرعي مسیر څخه له دواړو خواوو ۲۴ ساعته تګ راتګ وکړي.

خو ټولو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه سویل لوري او بله شپه له سویل څخه شمال لوري ته په اصلي مسیر د تګ اجازه ورکول کیږي.

د ټولګټو وزارت له هیوادوالو د يادې لويې لارې د کار ښه ترسره کیدو او د اصلي مسیر د روان کال د کاري پلان تر بشپړیدو پورې د حوصله مندۍ غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې ټولګټو وزارت تېر د سالنګ د یو شمېر برخو د کانکریټ اچونې کار تیر کال بشپړ کړی دی.

مطالب

د سالنګ ‌لارې بیارغونه
اصلي مسير د تګ‌راتک پرمخ کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ