Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډونالډ ټرمپ: کریمیا به د روسیې برخه پاتې شي.
۶ ثور ۱۴۰۴

ډونالډ ټرمپ: کریمیا به د روسیې برخه پاتې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټایمز مجلې سره په تازه مرکه کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پیلولو کې اوکراین ملامت بللی او زیاته کړې یې ده، چې کریمیا به د روسیې برخه پاتې شي. 

ټرمپ ویلي، چې له روسیې د سولې په روانو مذاکراتو کې به ولادیمیر پوتین ته د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه ځمکه ورکړي. وړاندې تردې زیلینسکي ټینګار کړی و، چې اوکراین به په هیڅ تړون کې کریمیا باندې د مسکو قانوني کنټرول په رسمیت ونه پیژني.

 روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ونیوله او بیا یې د خپل هېواد یوه برخه وبلله. ټرمپ له ټایمز مجلې سره په دغه مرکه کې ویلي، چې اروپایان د خپل امنیت لپاره د زیاتو پیسو ورکړې هڅونې، د اسراییل او ځینو نورو عربي هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره ګامونو پورته کولو باندې ویاړي.

مطالب

ډونالډ ټرمپ
کریمیا به د روسیې برخه پاتې شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ