افغانستان د غنمو تولید له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې شوی.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي، له
ملګرو ملتونو سره په همکارۍ یې یوه کاري ډله جوړه کړې ده، چې موخه یې د
کروندګرو ملاتړ او د بدیلو کښتونو ورکړه ده چې په دې برخه کې د دواړو لورو
ترمنځ ناستې دوام لري. عثماني وایي چې افغانستان په کال کې۷ مېلیونه ټنه
غنمو اړتیا لري او زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې په کال کې ۵ مېلیونه
ټنه غنم تولیدیږي او هېواد د غنمو د تولید له پلوه ځانبسیاینې ته نږدې شوی
دی. د دغه وزارت مرستیال څرګندوي چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان
کې د حبوباتو تولید هم له ۹۶ زره ټنو ۱۲۷ زره ټنو ته لوړ شوی دی. د کرنې،
اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې
رامنځته شویو ستونزو ته په پام سره، هیله مندي ښیي چې د افغانستان ګاونډیان
به د افغانستان د صادراتو لپاره غوره زمینې برابرې کړي.